د افغانستان بانک نوی معلوماتی مرکز جوړ کړ

د ۱۳۹۷ کال د زمري د میاشتې په ۸ مه - د افغانستان بانک د بانکدارۍ د استانتیا په رامنځته کولو، د هېواد د بانکونو فعالیتونه له نړیوالو معیارونو سره د برابرولو او په نوی ټکنالوژۍ د سمبالولو په موخه د معلوماتو د راټولو مرکز یا  (Data Center) ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق وویل چې د معلوماتو مرکز او پاور روم د افغانستان بانک له خپلې بودیجې څخه جوړ شوي دي چې په نړیوالو ستنډرډونو ولاړ دي او د افغانستان بانک له لویو لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي.

همدا رنګه ښاغلي صدیق د معلوماتي مرکز جوړولو په موخه د افغانستان بانک د بیلابېلو آمریتونو له کړندیو چارو او همکارۍ څخه مننه وکړه چې د دي معلوماتي مرکز په جوړولو کې له هیڅ راز هڅو سپما نه ده کړې.

په همدې حال کې د افغانستان بانک د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمر عبیدالله عبیدي وویل چې په هېواد کې ورځ تر بلې د بانکدارۍ نظام په مډرنې او عصري ټکنالوژۍ سمبال کېږي چې له یوې خوا روڼوالی رامنځته کوي او له بل پلوه د هېواد اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره وي او په مالي معاملاتو کې آسانتیاوې برابروي.

د یادونې وړ ده چې د معلوماتي مرکز او پاور روم په پرانېسته کې د افغانستان بانک د لوی رئیس په ګډون د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر او د ګڼ شمېر آمریتونو آمرینو او مرستیالانو ګډون کړی وو.