د پیسو د نړیوال صندوق له پلاوي سره د افغانستان بانک د پلاوي خبرې اترې

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر تر مشرۍ لاندې د افغانستان بانک لیږل شوي پلاوي د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په ۲۷ -۳۰ نېټه د پیسو د نړیوال صندوق له پلاوي سره د آذربایجان په باکو ښار کې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغانستان د اقتصادي وضعیت د څیړنې تر څنګ په بریالیتوب سره د ګډ اقتصادي پروګرام د دریم پړاو د بشپړیدو، د اقتصادي بدلونونو د وضعیت په ځانګړي توګه د لوی اقتصاد د ټیکاو د ټینګښت او پیاوړتیا په پام کې نیولو سره د مقداري موخو د پلي کیدو، د هېواد د مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا په برخه کې د جوړښتیزو سمونونو د څارونکو موخو د ارزولو، د اقتصادي شاخصونو او بدلونونو په ځانګړې توګه د لوی اقتصاد د بدلونونو د وضعیت د څیړلو، د اداینو د بیلانس او د هېواد د اسعاري زېرمو په اړه بحث وکړ او د افغانستان کړنې یې د ګډ اقتصادي پروګرامونو د تطبیقیدو په برخه کې وستایلې.

د پیسو د نړیوال صندوق پلاوي، د افغانستان بانک او د افغانستان د دولت کړنې د پولي سیاست، مالي سیاست د طرحې او تطبیق او د اسعاري زېرمو د مدیریت او د عمده اقتصادي شاخصونو د ټیکاو د ساتلو په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې وستایلې.

د غونډې په پای کې د ګډون کوونکو پلاوو رئیسانو د خبرو اترو پایلې او لاسته راوړنې مثبتې وارزولې او د اوسني پروګرام بریالیتوب یې د افغانستان د اقتصادي ټیکاو په برخه کې مهم او حیاتي وګاڼه.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک له پلاوي سربېره، د عوایدو او ګمرکونو د مرستیال ښاغلي نجیب الله وردک تر مشرۍ لاندې د مالیې وزارت پلاوي او د پیسو په نړیوال صندوق کې د افغانستان د چارو مسؤول ښاغلي کریستوف ډینوالډ او ورسره پلاوي یې ګډون کړی ؤ.