د افغانستان د ګمرکاتو د کارکوونکو لپاره د مشکوکو مالي معاملاتو د راپور ورکونې په اړه ښوونیز پروګرام

کابل، ۱۳۹۷ کال د زمري ۱۰ مه- د افغانستان بانک د مالي معاملاتو او راپورونو د څېړنې مرکز د پیسو د لیږد د مقررې، د مالي چارو په اړه د همکارۍ او همغږۍ، پیسو وینځلو او مالي مشکوکو معاملاتو د راپور ورکونې په اړه د سرحدي او مرکزي ګمرکونو کارکوونکو ته د عامه پوهاوي پروګرام په لاره واچوه.

د دې پروګرام موخه د قانوني تعذیراتو، پیسو وینځلو، د پیسو د لیږد مقررې او مالي مشکوکو معاملاتو په اړه د راپور ورکولو د پروسې کړندیتوب او معلوماتو راټولول دي. د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې د افغانستان سرحدي او مرکزي ګمرکونه اړ دي چې د مشکوکو مالي معاملاتو په اړه د افغانستان بانک د مالي معاملاتو او راپورونو د څیړنې مرکز ته راپور ورکړي.

د افغانستان د مالي معاملاتو او راپورونو د څیړنې مرکز مرستیال ښاغلي خیبر منصف د ښوونیز پروګرام په ترڅ کې وویل چې هڅه کوي د مشکوکو مالي معاملاتو د راپور ورکونې په برخه کې ښه والي رامنځته شي او له همدې لارې د افغانستان مالي سیستم له ستونزو او ننګونو خلاص او په هېواد کې د یوه عصري مالي سیستم لپاره لار هواره شي.

دغه راز د ګمرکاتو او مالیاتو د اکاډمۍ آمر ښاغلي ایمل عمري د مالي معاملاتو او راپورونو د څېړنې مرکز له خوا د دې ښوونیزو پروګرام په لاره اچول یو اړین ګام وباله او د دې ښوونیز پروګرام له دایریدو خوښي وښوده، ځکه چې د پیسو کنټرول د دولت لومړیتوب دی او د همدې لپاره هغه مالي معاملې چې له قانون سره په ټکر کې وي د ګمرکونو کارکوونکي اړ دي چې په اړه یې د مالي معاملاتو د راپورونو د څیړنې مرکز ته کره راپور واستوي.

د یادونې وړ ده چې دغه ښوونیز یو ورځنی پروګرام، د افغانستان بانک د مالي معاملاتو د راپورونو د څیړنې مرکز په تخنیکي همکارۍ د ګمرکاتو او مالیاتو په اکاډمۍ کې د کابل ولایت د ګمرک سربېره د سرحدي ګمرکونو ۵۵ تنو کارکوونکو لپاره په لاره اچول شوی وو.