د افغانستان بانک په لویدیځ زون کې زاړه افغاني بانکنوټونه وسوځول شول

هرات، ۱۳۹۷ د زمری ۷ او ۸ نیټه- د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو او د افغانستان بانک د ریاست د ۱۵۹۶ حکم پر بڼست او د موجوده کړنلارې په پام کې نیولو سره زاړه بانکنوټونه د کره شمیرنې وروسته د زاړه بانکنوټونو د سوځولو ځانګړي پلاوي تر نظر لاندې په لویدیځ زون کې وسوځول شو.

 د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د زاړه بانکنوټونو سوځول یو عادې بهیر وباله او زیاته یې کړه چې هر کال د هېواد په کچه د افغانستان بانک د استازندویه ادارو له خوا زاړه او مندرس بانکنوټونه راټول او د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې په ټاکلي ځایونو کې سوځول کېږي.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي  وویل چې زمونږ هېوادوال باید د راکړې او ورکړې پر مهال د افغانۍ په ساتنه کې جدې پاملرنه وکړي او  د هغوي د ژړ زړېدو څخه  مخنیوي وکړي.  ګران هېوادوال د افغانۍ د ساتنې لپاره له جیبي بکسو نه استفاده وکړي ځکه چې د افغانۍ په بیا چاپولو کې د دولت له بودجې څخه لګښت کیږي کله چې د بانکنوټونو د ژړ زړیدو څخه مخینوي وشي  دولت کولي شي دا لګښت د هېواد په نورو پرمختیایي او بیخبنسټونو پروژه کې  مصرف کړي.

د یادونې وړده چې د زړو بانکنوټونو د سوځولو د پروسې ګمارل شوی پلاوی چې د افغانستان بانک، د افغانستان د اسلامي جمهوریت ملی شورا، د عدلیې وزارت او ماليې وزارت استازي رانغاړي ګډون  کړی ؤ.

زاړه سوځول شوې بانکنوټونه چې په انواعیو کې ۱، ۲، ۲۰،۱۰، ۱۰۰،۵۰، ۵۰۰ و ۱۰۰۰ افغانیۍ شاملې وې ۰۰۰، ۳۱۵، ۱۹۸،۱  افغانۍ په ارزښت ۲۱،۹۲۴  بنډلو ته رسیده.