د افغانۍ بانکنوټونو د خوندیتوب ځانګړتیاوو په اړه ورکشاپ

هرات، 1397 د زمري 9 مه نیټه- د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو آمریت له خوا د افغانۍ بانکنوټونو د خوندیتوب ځانګرتیاوو په هکله د لویدیځ  زون  دولتي اوخصوصي بانکونوکارکوونکو ته د افغانستان بانک د لویدیځ زون په نماینده ګۍکې ورکشاپ جوړ شو.

د ورکشاپ په پیل کې د افغانستان بانک د لویدیځ زون آمر ښاغلي انور شاه یوسفي وویل چې افغانۍ بانکنوټونه د خوندیتوب په موخه تخنیکي ځانګړتیاوې لري او له ښه کیفیت څخه برخمن دي چې په څرګنده  ډول یې له جعلي بانکنوټونو څخه توپیر کیږې.

په همدې حال کې د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو عمومي آمر ښاغلي میر عزیز بره کی د افغاني بانکنوټونو د ځانګړتیاوو، جوړښت،  دخوندیتوب ځانګرتیاوو او دکیفیت په اړه خبرې وکړي  او له ګډون والو څخه یې غوښتنه وکړه ترڅو په مالي راکړو او ورکړو کې له افغانۍ څخه ګټه واخلي او د هغې د ژر زړیدو د مخنیوي لپاره خپلې  هڅې جاري وساتي.

د دې ورکشاپ په پای کې د ګډون والو تخنیکي پوښتنې ته ځواب ورکړل شو.