د عامه اعتبارونو د ثبت د سیستومونو د دویمې پړاو د پلې کولو لپاره غونډه جوړه شو

کابل، 1397 د زمري 13-  د افغانستان بانک د بانکدارۍ سیستمونو او د هغوې د سمبالتیا په پام نیولو سره ، د د عامه اعتباراتو د ثبت د سیستمونو او د منقولو اموالو د رهني حقونو د ثبت د دویمې پړاو د پلې کولو لپاره  پلانونو تر لاس لاندې لري. په همدې موخه د افغانستان بانک د لومړی مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر تر مشرۍ لاندې او د عامه اعتباراتو د عمومي آمریت د کاري ټیم او د حقوقي مشاوریت، د مالي چارو د څارنې آمریت او د پولي سیاست آمریت د آمرینو په ګډون، غونډه جوړه شو.

د افغانستان بانک لومړی مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر د غونډې په ترڅ کې په بانکې نظام کې د عامه اعتباراتو د ثبت او د منقولو اموالو د رهني حقونود ثبت سیستمونو د اهمیت په اړه خبرې وکړه  او د دې پروګرام پلې کول په هېواد کې د عامه اعتبارونو د سیستمونو د لا پراختیا لپاره اغیزمن وباله او اړوند برخو ته یې لازمه لارښوونه وړاندې کړل.

ورپسې د عامه اعتباراتو د ثبت عمومي آمر ښاغلي سید عزیز الله سادات د موضوع په اړه خبرې وکړې  او د دې پروګرام د بشپړتیا او پلې کولو په برخه کې بشپړ چمتو والې وښود.

د دې غونډې عمده موخې، د غیر مکلف ادارو چې د قانوني ډول له وجې د بانک له خوا تر څارنې لاندې نه دي  د عامه اعتباراتو د ثبت سیستمونو استفاده کول او هم غیر منقولو اموالو د سیستم جوړولو لپاره  دیو قانونې ادانې د جوړولو په موخه په بانکې معاملو کې د غیر منقولو مالونو د رهن په قانون کې د ځینې تعدیلاتو راوستل وه چې په دې اړه مخکې د نړیوال بانک او د نړیوال مالي ادارې سره هوکړه شوې ده.