د افغانستان بانک د څارنې شریعه بورډ ِغونډه جوړه شو

کابل، 1397 د زمري 13- د افغانستان بانک د څارنې شریعه بورډ غونډه د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالې او د اسلامي بانکداري د معاملاتو د پراختیا په اړه جوړه شو.

دا غونډه د افغانستان بانک د مالي  چارو د څارنې آمریت د اسلامي بانکداري د مرستیالې لخوا جوړه شو چې موخه یي د هېواد والو لپاره د اسلامي بانکداري د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د لا آسانتیاوو برابرول ، د پالیسیګانې، مقررو او شرعی مسایلو بیا کتنه په ګوته شوي ده.

د څارنې شریعه بورډ غړې، په افغانستان کې د اسلامي بانکداري نظام د اړتیا او د هغې په تحقق باندې تینګار وکړ، ځکه چې د اسلامي بانکداري د پراختیا په صورت کې، هېواد وال کولې شي سر بیره پر دې چې خپلې پیسي بانکونو ته امانت کیږدي خپلې اقتصادې راکړي ورکړي د بانکونو له لارې تر سره کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د مالي چارو د څارنې د اسلامي بانکداري مرستیال داکټر عبدالله لودین، د څارنې شریعه بورډ رئیس داکټر محمد مصطفی نیازي، د څارنې شریعه بورډ سکرټر داکټر ولیزار جهانتاب، د شریعه بورډ غړي داکټر اکرم لال او سید خالد عزیز ګډون کړی ؤ.