مشتریانو ته د کره اعتباري معلوماتو د وړاندې کولو لپاره هڅې

د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت آمریت د دې سیستم د دویم پړاو د پلانونو د پلې کولو په موخه د نړیوال بانک په دفتر کې غونډه جوړه کړه چې د نړیوالې مالي ادارې (IFC) سلاکارانو، د خصوصي بانکونو د کریډټ برخې جګپوړو مسوولینو، کوچنیو مالي ادارو او غیر مکلفو ادارو ګډون کړی ؤ.

د عامه اعتباراتو د ثبت آمر ښاغلي سید عزیز الله سادات وویل چې د دې پړاو د پلې کولو بنسټیزه موخه دا ده چې د پرمختللو میتودونو په مرسته د خپلو اعتباري راپورونو لپاره د غیر مکلفو ارګانونو څخه اعتباري معلومات راټول کړو. د دې سیستم پلې کول به مالي وجوه ته لاسرسی رامنځ ته کړي، د مالي خطرونو په کمولو کې ګټوره پرې وځي او د پور ورکړې په چارو کې د ښه تصمیم نیولو لامل شي.

د افغانستان بانک د پنځه کلن ستراتیژیک پلان سره سم د عامه اعتباراتو د ثبت آمریت په پام کې لري چې د بانکي معاملو د ګړندي کولو، د غیر منقولو تضمیناتو په اړه د عمومي معلوماتو د وړاندې کولو او وګړو او ذینفعو خواوو ته د لومړیتوب حق د ورکولو په موخه په نږدې راتلونکي کې پر غیر منقولو مالونو باندې د رهني حقونو د ثبت سیستم جوړ کړي. د دې سیستم جوړول قانوني چاپېریال ته اړتیا لري چې د عامه اعتباراتو د ثبت آمریت د غیر منقولو مالونو د رهن قانون د تعدیلاتو مسوده له مخکې څخه چمتو کړې او په یاد غونډه کې پرې خبرې اترې کړي دي.

له همدې امله د عامه اعتباراتو د ثبت آمریت هڅه کوي چې په هره ټاکل شوې موده کې د مشتریانو او غوښتونکو ادارو لپاره کره اعتباري معلومات وړاندې کړي. د یادولو وړ ده چې تروسه پورې په دې اړه له بیلابیلو ادارو سره درې غونډې جوړې شوي دي.