دافغانستان بانک مشرتابه پلاوي د نړیوال بانک له استازو سره وکتل

د ۱۳۹۷ کال د زمري میاشتې ۲۲ مه نیټه - د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د نړیوال بانک د استازو په شمول، د عدلیې، مالیې او ښار جوړونې وزارتونو له پلاوو سره د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې د کتنې پرمهال په مالي اړینو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وکړې.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر ووېل چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې د بانکي مشتریانو او مالي چارو د ګړندیتوب لپاره داسې پالیسۍ رامنځته کړي چې د اسانتیاوو ترڅنګ مالي چارې چټکې کړي.

دغه راز په غونډه کې ګډونوالو له خوا د صکوکو په قانون، اسلامي پالیسیو او اسلامي پور ورکونې په اړه خبرې وشوې او هغوی زیاته کړه چې د عدلیې وزارت هم باید د صکوکو قانون د تصویب او نافذ کیدو د مراحلو د بشپړولو لپاره چارې چټکې کړي.

دیادونې وړ ده چې د نړیوال بانک استازو هم د افغانستان بانک له کړنو څخه خوښي وښوده او زیاته کړه چې د افغانستان بانک سره په مالي موضوعاتو خبرې اترې دوام لري او راتلونکې میاشت کې به په دې اړه بله غونډه ترسره شي.