پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د مالي چارو د څارنې لوی آمریت د سیمه ایزو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه دوه ورځینی روزنیز پروګرام جوړ شو
۱۳۹۷ کال د زمري ۲۱ او ۲۲، د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د سکتور د معیاري کولو او د هېواد د زونونو په کچه د صرافیو او د پولي خدمتونو د شرکتونو د جوازونو د بهیر د پیل په موخه، د صرافۍ او د پولي خدمتونو شرکتونو په اړه د روزنیز پروګرام، د صرافۍ او د پولي خدمتونو د شرکتونو د غوښتنلیکونو د طی مراحلو د لارښود، د سوداګریز پلان د څېړنې د څرنګوالي، د صرافۍ او د پولي خدمتونو د شرکتونو لخوا د پیسو د وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د پالیسۍ د ترتیبولو د څرنګوالي لارښود او د داسې نورو اړوندو مواردو په اړه د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت د بېلابېلو برخو لخوا د دې آمریت سیمه ایزه کارکوونکو ته د افغانستان بانک په روزنیز مرکز کې روزنیز پروګرام وړاندې شو.
د غونډې په پیل کې د مالي چارو د څارنې لوی آمر ښاغلي سلیم صلاح صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته د استراتیژیک پلان، د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د راپور ورکونې د ارزښت او د راپور ورکونې په برخه کې د لازمه تګلارو د جوړیدو په اړه معلومات وړاندې کړه او د سکتور د معیاري کیدو په اړه یې ټینګار وکړ.
ورپسې د مالي د څارنې د لوی آمریت په غیر بانکي برخه کې نوي مرسیتال ښاغلي سید محسن سادات د زون له ټولو کارکووکو سره د پیژندلو ترڅنګ د غیر بانکي برخو د رول او ارزښت په اړه لازمه توضیحات وړاندې کړل.
وروسته د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د څارنې مدیریت، د ساحې دننه څارنې مدیریت، د جواز ورکونې مدیریت او د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې مدیریت په ښه توګه د صرافۍ او د پولي خدمتونو د شرکتونو د جواز ورکونې پروسې د پیل او د څارنیز بهیر په موخه روزنیز پروګرامونه وړاندې کړل.
د افغانستان بانک تل هڅه کړې ده څو په هېواد کې د مالي نظام د خوندیتوب او پرمختګ په موخه له ټولو مالي معاملو څخه څارنه وکړي او له نړیوالو معیارونو سره د هېواد د مالي نظام د عیارولو لپاره اغیزناکه اقدامات ترسره کړي.