د سویل لوېدیځ زون (کندهار) اقتصاد پوه څوکۍ لپاره آزموینه واخیستل شوه

کابل، ۱۳۹۷ کال، د وږې ۱۲ مه -  د افغانستان بانک د کارکوونکو د ګمارنې پروسې د بشپړولو لپاره د افغانستان بانک داخلي او بهرنیو ۲۴ تنو نوماندانو څخه چې ځانونه یې د افغانستان بانک د سویل لوېدیځ زون اقتصاد پوه څوکۍ لپاره، وړ بلل آزموینه واخېستله.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د آزموینه په پیل کې وویل چې د افغانستان بانک د نوېو استعدادونو د راټولولو او ځوان کدر ته د چانس برابرولو په موخه د بېلابېلو پوستونو لپاره آزادې سیالۍ په لاره اچوي او هغه کسان چې په رېښتیا استعداد، لیاقت او د ځانګړي بست لپاره وړ وي د یوې رڼې پروسې له لارې په دنده ګماري، په همدی موخه د ټولو ولایتی آزموینی په پلازمینه کابل کې اخیستل کیږي.

د افغانستان بانک د پالیسۍ پربنسټ په ګمارنه کې روڼوالي او ضوابطو ته د لومړیتوب ورکولو په موخه د ټولو بستونو لپاره لومړی تحریري آزموینه اخیستل کېږي او په هغه صورت کې چې د آزموینې ګډونوال په تحریري آزموینه کې بریالي شي، بیا مرکې ته غوښتل کېږي او په مرکه کې له بریالیتوب سره سم په د افغانستان بانک کې دنده ترلاسه کوي.