د افغانستان بانک: د کورونو د لاسرسۍ په پالیسي بحث

کابل، ۱۳۹۷ کال، د وږې ۱۲ مه -  د افغانستان بانک، بانکونو ټولنې، بیمې شرکتونو، د وړو پورونو د پور ورکونې د مؤسساتو او ښار جوړونې وزارت ترمنځ  کورونو ته د لاسرسي پالیسي چې د ښار جوړونې وزارت له خوا جوړه شوې ده، د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې پرې بحث ترسره شو.

 د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي غونډې ته په وینا کې وویل چې کورونو ته د لاسرسۍ پالیسي چې اوسمهال د افغانستان بانک په شمول ټولو شته مالي ادارو سره شریکه شوه د پیاوړتیا او غني کیدو لپاره یې باید جدي کار وشي.

ښاغلي رحیمې زیاته کړه چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې له ښار جوړونې وزارت سره د همکارۍ ترڅنګ د دې پالیسۍ د غښتلتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې د غونډې ګډونوالو کورونو ته د لاسرسۍ پالیسي پر بحث سربېره ټینګار کاوه چې کورونو ته لاسرسی باید د ټولو مالي مؤسساتو په پام کې وي، څو په راتلونکې کې په دې اړه کوټلي او عملي ګامونه پورته شي.