د افغانستان بانک ډاډ ورکړ چې د دالر پر وړاندې د افغانۍ د نرخ ټیټوالی لنډ مهاله دي

د ۱۳۹۷ کال د وږي ۲۱ مه – د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق دیوې خبرې غونډې په ترڅ کې د وروستیو اسعارو د نرخ لوړیدا لنډ مهاله او تېریدونکې وبلله او زیاته کړه چې د امریکا د اقتصادي ودې په نسبت ډالر هم پورته شوي او په بشپړه توګه یې ډالر د نورو اسعارو پروړاندې له ښه حالت څخه برخمن کړی دي.

ښاغلي خلیل صدیق زیاته کړه چې د ایران له اټومې معاهدې څخه د امریکا وتل، په ایران باندې د ځینو تحریمونو وضع کول او په پاکستان باندې ځینې تعزیرات راوستل هم د دې لامل شوي چې د دې ګاونډيو اسعاري اغیز پر افغانۍ هم پریوځي، ځکه چې افغانستان له دې هېوادونو سره د شاوخوا ۲ میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګري لري.

د افغانۍ د نرخ پروړاندې د ډالر د نرخ لنډ مهاله پورته کیدو بل لامل د یوشمېر احتکار کوونکو او ناوړه ګټه اخیستونکو له خوا د خپلو شخصي ګټو لپاره د ډالرو احتکار دی چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر نرخ پورته شوی دی، خو بیا هم د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلې خلیل صدیق ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې مرکزي بانک د افغانستان اسعاري اړتیاوې په بشپړه توګه تمویلولای شي او په دې اړه هیڅ ډول اندیښنې ته ځای نشته.

ښاغلي صدیق زیاته کړه چې راتلونکې شنبې په ورځ به ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر بازار ته وړاندې کړي او افغانستان دولت د اقتصادي سکتور د پیاوړتیا په موخه اوس هم ښه والي لور ته روان دی، ځکه افغانستان د انفلاسیون له پلوه د ګاونډیو هېوادونو پروړاندې په ښه حالت کې شتون لري.

د افغانۍ د مبادلې نرخ د نورو اسعارو په ځانګړي توګه د امریکایې ډالرو پر وړاندې د پاکستان، ایران او یوشمېر نورو هېوادونو په پرتله له دوامداره ثبات څخه برخمنه ده او په دې هېوادونو کې د پړسوب نرخ له لس سلنې څخه لوړ دی .

د یادونې وړ ده چې د احتکار کوونکو ترڅنګ په افغانستان کې نا امنۍ، د سوداګرۍ کسر، د تولید د کچې ټیټوالی هغه لاملونه دې چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ په نرخ اغېز کړی دی، خو دا وروستی اغیز لنډ مهاله دی او ډیر ژر به افغانۍ نرخ خپل اصلي حالت ته را وګرځي.