د افغانستان بانک لومړي مرستیال د Global Policy Forum په کلني غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر د AFI سازمان په لسمه غونډه کې چې د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر میاشتې له ۵ څخه تر ۸ پورې د روسیې په سوچي ښار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

په دې غونډه کې چې د ۹۰ هېوادونو څخه استازو ګډون کړی ؤ، د ډیجیټلي مالي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د نوښتونو او د مالي خدمتونو په پراختیا کې د هغه ونډه، د مالي خدمتونو د پراختیا بیلابیلې لکه پر اقلیم باندې اغېزې، د مالي خدمتونو د پراختیا د نويو پالیسیو ارزونه، د غړو هېوادونو د تجربو شریکولو او د مالي خدمتونو د پراختیا په برخه کې د AFI سازمان د پرمختګونو او لاسته راوړنو څخه ارزونه او پرې بحث وشو.

لومړی مرستیال ښاغلی واحد الله نوشیر چې د افغانستان بانک په استازیتوب یې ګدون کړی ؤ، د افغانستان د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي ستراتیژۍ د پرمختګ په ګډون د مالي خدمتونو د پراختیا په برخه کې د نویو بدلونونو په اړه معلومات وړاندې کړ.

ښاغلي نوشیر زیاته کړه چې د مالي خدمتونو څخه د لازیاتې او پراخې ګټې اخیستنې او په سویلي آسیايي هېوادونو کې د غیر رسمي چینلونو څخه د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د دغو هېوادونو د اتباعو لپاره د هېواد څخه بهر اړینې اسانتیاوې برابرې شي څو وکړای شي چې په نورو هېوادونو کې د رسمي پولي او ډیجیټلي خدمتونو څخه ګټه واخلي.

د جګپوړو مقاماتو د عمومي غونډو په څنډه کې کاري ډلې هم جوړې شوې او په هره کاري ډله کې د ستراتیژۍ د جوړولو، شمېرو او معلوماتو، د مالي سکتور د مستهلکینو د حقونو څخه د ملاتړ، د مالي خدمتونو د پراختیا په اړه پالیسۍ او مقررې، مالي خدمتونو ته د کوچنیو او منځنیو موسساتو لاسرسۍ او داسې نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وشوې او نظرونه تبادله شول.

په دې سفر کې د مالي خدمتونو د پراختیا عمومي آمریت مرستیال ښاغلي عبدالمتین غفوري او د دې آمریت یو شمېر نورو غړو او د مالي چارو د څارنې آمریت څخه یو غړي هم ګډون کړی ؤ.

د یادولو وړ ده چې د AFI سازمان کلني غونډې هر کال یو ځل په یو غړي هېواد کې جوړیږي چې دا ځل د روسیې مرکزي بانک د دې غونډې کوربه توب کړی و.