د افغانستان بانکدارۍ او مالي انسټیټیوت مدیره پلاوي غونډه وکړه

د افغانستان بانکدارۍ او مالي انسټیټیوټ د مدیره پلاوي غونډه، د افغانستان بانک لومړي مرستیال او د AIBF مدیره پلاوي مشر ښاغلي واحدالله نوشیر تر مشرۍ لاندې جوړه شوه. په غونډه کې  د AIBFانسټیټیوټ مشر لطف الحق نور پسرلي، لومړی د انسټیټیوټ د ترسره شویو کړنو او د راتلونکې پلان په اړه راپور وړاندې کړ.

په همدې حال کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال او د افغانستان بانکدارۍ او مالي انسټیټیوت مدیره پلاوي مشر ښاغلي واحدالله نوشیر د مالي او بانکدارۍ د پیاوړتیا او پرمختګ، د کړنو د ګړندیوالي او همداراز د کیفیت د لوړوالي په اړه یاد انیسټیټیوټ ته  لازمې لارښوونې وکړې او د انېسټیټیوټ سره یې د همکارۍ چمتوالی وښود.

د غونډې په ترڅ کې ښاغلي لطف الحق نور پسرلي وویل چې تردې مهاله یې د بانکونو په ګډون د وزارتونو د مالي برخې له درېو زرو څخه  ډیرۍ کارکوونکي په مالي او محاسبې څانګه کې روزلي چې دمګړۍ هم د ډیرو مالي ادارو کارکوونکو ته ښونه او روزنه دوام لري. ښاغلي پسرلي زیاته کړه چې د مالي ظرفیت جوړونې لپاره بېلابېل پروګرامونه په لاره اچولي او د نړۍ په کچه اوه سرټیفکیټونه لري چې د مالي وړتیا لوړونې او همدا راز د بانکدارۍ د پرمختګ لپاره خورا مهم دي.

د یادونې وړ ده چې په غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر سربېره د ملي بانک مشر جاوید وفا  او د انسټیټيوټ د مدیره پلاوي غړي ښاغلي بهرام برزین هم ګډون کړی وو.