د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د نړیوال بانک استازو سره غونډه وکړه

د ۱۳۹۷ کال د وږي میاشتې ۲۶ مه - د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د نړیوال بانک د استازو  سره د تادیاتو، تدارکاتو، انتقالاتو، مالي او محاسبوي کړنو او د پولي سیاست پر موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وکړې.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر وویل چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې د تادیاتو او انتقالاتو ترڅنګ د پولي سیاست ګټور توب او مالي او محاسبې سیستم د پیاوړتیا لپاره داسې پالیسۍ پلي کړي چې مالي راکړو او ورکړو کې د آسانتیاوو ترڅنګ مالي چارې چټکې کړي.

دغه راز د نړیوال بانک استازو هم د افغانستان بانک له کړنو څخه خوښي وښوده او زیاته کړه چې د افغانستان بانک سره په مالي موضوعاتو بېلا بېلې ګټورې غونډې ترسره شوي او راتلونکې لپاره هم د افغانستان بانک او نړیوال بانک ترمنځ به همکاري دوام ولري.

دیادونې وړ ده چې په غونډه کې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال سربېره، د افغانستان بانک د ټولو ناظر، د مالي او محاسبې لوی آمر، حقوقي سلاکار، د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمر، د بشري سرچینو لوی آمر، د افغانستان د مالي معاملاتو او راپورونو د څېړنې مرکز مسئول او د افغانستان بانک د یوشمېر نورو آمریتونو مرستیالانو ګډون کړی وو.