د افغانستان بانک، د شهري څانګو د لا خوندیتوب په اړه ورکشاپ جوړ کړ

د ۱۳۹۷ کال، د وږي په ۲۷ مه - د افغانستان بانک د خدماتو لوی آمریت آمر ښاغلي رضوان الله مسکین د افغانستان بانک د مرکزي ودانۍ په ګډون د اوو شهري څانګو د لا خوندیتوب او ښه چاپيریال برابرولو په موخه ورکشاپ وړاندې کړ. د دې ورکشاپ موخه هم د افغانستان بانک کارکوونکو ته د خوندي او ډاډمن چاپېریال برابرول او د شته ستونزو لپاره د حل لارې لټول وو.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق له دې څیړنیز او ښونیز ورکشاپ څخه خوښي څرګنده کړه او د خدماتو مدیریت ته یې لارښوونه وکړه چې د افغانستان بانک د کارکوونکو لپاره ډاډمن او خوندي چاپیریال برابر کړي، څو کارکوونکي په ارامه او ډاډمنه فضا کې بانکي چارې مخ ته یوسي.

دیادونې وړ ده چې د چاپیریال د خوندیتوب په اړه معلوماتي ورکشاپ کې د افغانستان بانک د لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق سربېره د افغانستان بانک دواړو مرستیالانو، د خدماتو لوی آمریت یوشمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.