د افغانستان بانک حقوقي سلاکار د سوداګریزو بانکونو له حقوقی سلاکارانو سره غونډه وکړه

د افغانستان بانک حقوقي سلاکار د سوداګریزو بانکونو له حقوقي سلاکارانو سره د بانکی تضمین او په دې اړه په شته ستونزو خبرې اترې وکړې.

د افغانستان بانک حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالحمید سهاک په بانکي تضمین باندې بشپړه رڼا واچوله او د قانون په پلي کیدا یې د ټینګار ترڅنګ د سوداګریزو بانکونو حقوقي سلاکارانو ته د بانکي تضمین په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

ښاغلي سهاک د سوداګریزو بانکونو د استازو ستونزو په آوریدو سره وویل چې د بانکي تضمینونو په اړه ستونزې شته او اړین موضوعات به یې له سترې محکمې سره شریک او د حل لپاره به یې لارې چارې پیدا کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه غونډه د افغانستان بانک په مرکزي ودانۍ کې جوړه شوې او په هېواد کې د سوداګریزو بانکونو ګڼ شمېر حقوقي سلاکارانو پکې ګډون کړی وو.