د افغانستان بانک، افغانۍ زاړه بانکنوټونه وسوځول

د ۱۳۹۷ کال د تلې میاشتې ۳ مه نیټه - د افغانستان بانک د قانون د 39 او 42 مادې پربنسټ او د ۸۲۸ حکم له مخې دوه میلیارده او څلور سوه میلیونه له کاره لوېدلې زړې افغانۍ  بانکنوټونه د سوځولو د ځانګړي پلاوي پر وړاندې په کابل کې وسوځول.

د افغانستان بانک د پلازمینې کابل په دې ځل د سوځولو په پروسه کې ۲ میلیارده او څلور سوه میلیونه افغانۍ زاړه بانکنوټونه وسوځول.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د پیسو د سوځولو پرمهال وویل چې په افغانستان کې له پیسو څخه د سمې ساتنې کلتور باید دود شي، څو د افغانستان بانک د پیسو د چاپ په پروسه کې ډیر زیانونه ونه زغمي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې که څه هم افغانۍ بانکنوټونه په لوړ کیفیت چاپ شوي، خو په ورځنیو چارو کې له دې پیسو څخه د خلکو  د ناسمې ساتنې او ناوړه کارولو له امله ژر زړیږي او د بیاځلي چاپ لپاره یې لګښت ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده چې زړو سوځول شويو بانکنوټونو زریز، پینځه سویز، سلیز، پنځوسیز، شلیز او لسیز ډولونه لرل چې د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، د عدلیې وزارت، امنیتي ارګانونو د استازو په ګډون او د افغانستان بانک د چارواکو پر وړاندې وسوځول شول.