د افغانستان بانک د مالي خطرونو او همدا ډول د مالي استحکام د پروژو څخه د ملاتړ آمرین وپيژندل شول

کابل، د ۱۳۹۷ کال د تلې ۷ مه -  د افغانستان بانک د کارکوونکو په ګمارنه کې له یوې رڼې، او د خلکو د منلو وړ پروسې څخه کار اخلي او د لوړو زده کړو لرونکو، وړ، مجربه او کار پوهه کارکوونکو په ټاکلو کې یې ښاغلی عبدالغفور سادات چې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او تردې مهاله یې د افغانستان بانک ۱۲ کلنه کاري تجربه ترشا پرېښې د مالي استحکام له پروژو څخه د ملاتړ آمر و ټاکه.

همدا ډول ښاغلي عبدالعزیز مومند هم چې د ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او د افغانستان بانک په بېلا بېلو برخو کې کار کړی، مخکې تردې د مالي خطرونو د مالي برخې مرستیال ؤ د مالي خطرونو د آمر په توګه د دې آمریت کارمندانو ته وپيژندل شو.

دواړو آمرینو په خپل وار سره د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي له اعتماد او اعتبار څخه مننه وکړه او زیاته کړه چې د ورسپارل شویو چارو د لا ښه والي لپاره به له ریښتینولۍ، روڼتیا او صداقت څخه کار واخلي او په هېواد کې به د مالي پرمختګونو لپاره لارې چارې برابرې کړي.

د افغانستان بانک د بشري سرچینو لوی آمر ښاغلي بشرمل پسرلي وویل چې د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی هڅه کوي چې د بانکدارۍ فعالیتونه په سالمه او خوندي توګه ترسره شي.

د افغانستان بانک د دوو آمرینو د ټاکلو په غونډه کې د بشري سرچینو د آمر سربېره د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو آمرینو ګډون کړی وو او له دې سره په یو وخت کې له دواړو نویو آمرینو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.