د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د کندهار ولایت له سوداګرو سره وکتل

د ۱۳۹۷ کال د تلې د میاشتې ۹ مه – د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د سوداګرۍ خونو د استازو سربېره د کندهار د ولایت له یوشمېر سوداګرو سره وکتل.

د دې لیدو کاتو اصلي موخه د سوداګریزو بانکونو له خوا د اسعارو په راکړه او ورکړه کې د ستونزې کمول او د صادراتو د زیاتوالي لپاره د لارو چارو موندل وو.

 د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د سوداګرو د ستونزو له آوریدو وروسته وویل چې د افغانستان بانک د صادراتو د زیاتوالي او د اقتصادي پرمختګ په موخه له سوداګرو سره هر ډول همکارۍ ته چمتوالی لري.

ښاغلي محمد قسیم رحیمي زیاته کړه چې د افغانستان بانک به له سوداګریزو بانکونو سره په دې اړه خبرې وکړي، څو د سوداګرو لپاره هر ډول قانوني آسانتیاوې رامنځته کړي او سوداګر وکولای شي په خوندي فضا کې خپلې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي.

دیادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د دویم مرستیال سربېره د سوداګرۍ خونو مرستیال خان جان الکوزي او د افغانستان بانک یوشمېر آمرینو ګډون کړی وو.