د افغانستان بانک او برېښنا شرکت ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د ۱۳۹۷ کال د تلې ۱۵ مه – د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت آمریت په دویم پړاو کې له غیر بانکي اداراتو له ټولګې څخه داځل د دوه اړخیزو همکاریو په موخه له برېښنا شرکت سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان بانک او برېښنا شرکت ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیک موخه د پيرېدونکو لپاره د یوه سالم مالي سیستم رامنځته کول او مالي خدمتونو ته په سمه توګه لاسرسی دی.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق وویل چې دا هوکړه لیک دوه اړخیزه ګټې رانغاړي، کله چې پېرېدونکي د پور د ترلاسه کولو لپاره بانکونو ته ورځي بانکونه د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت د سیستم له لارې ډاډ ترلاسه کوي چې په مالي راکړو او ورکړو کې څومره ډاډمن کس دی چې د پور غوښتنه لري.

ښاغلي صدیق زیاته کړه چې د افغانستان بانک د دې هوکړه لیک له لارې د نړیوال بانک موخو ته رسیږي، بانکونو ته د پور ورکولو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کېږي او د برېښنا شرکت پيرېدونکي به د پانګه اچونې په موخه د برېښنا لګښتونه په خپل وخت ادا کړي، څو د عامه اعتباراتو د ثبت په سیستم کې نومونه یې د مالي سرغړونکو په توګه ونه لیکل شي.

د یادونې وړ ده چې د عامه اعتباراتو د ثبت سیستم څخه د مالي ارګانونو او اداراتو له خوا په وړیا توګه معلومات ترلاسه کېږي او دا سیستم کولای شي په هېواد کې مالي معاملات خوندي کړي.