د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت لوی آمریت له خوا د عامه پوهاوۍ ورکشاپ جوړ شو

د ۱۳۹۷ کال د تلې ۱۶ مه – د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت آمریت له خوا صنعت کارانو او وړو مالي مؤسساتو استازو ته د عامه اعتباراتو د ثبت د آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د عامه پوهاوۍ ورکشاپ ترسره شو.

د دې ورکشاپ موخه د عامه اعتباراتو د کړنو او فعالیتونو په اړه رڼا اچول او د اقتصادي پرمختګونو لپاره لارې چارې هوارول وو.

د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت آمر ډاکټر سید عزیزالله سادات وویل چې د اقتصادي ودې او مالي سیستم کې د روڼوالي په موخه هڅه کوي له مالي مؤسساتو او مالي ادارو څخه ټول مالي معلومات راټول او د مالي پرمختګ لپاره یې له بانکونو او نورو مالي پور ورکوونکو مؤسسو سره شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې په غونډه کې د صنعت کارانو د ټولنې د استازو ترڅنګ د وړو مالي مؤسساتو چارواکو هم خپلې پوښتنې شریکې کړې چې د عامه اعتباراتو د ثبت د لوي آمریت د چارواکو له خوا یې خپل ځوابونه ترلاسه کړل.