د افغانستان بانک لخوا د ښوونکي ورځ ولمانځل شو

کابل، 1397 د تلې 17 نیټه- د ښوونکي ورځ د افغانستان بانک په وړکتون کې ولمانځل شوه. په همدې هکله جوړه شوې غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د ښوونکي د ستر مقام په هکله خبرې وکړل او وویل چې ښوونکي د هېواد د ماشومانو په ښوونې او روزنې کې غوره رول لوبوي او  زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې له لارې ټولنه د سوکالۍ او پرمختګ په لور بیایی.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې مونږ کولای شو چې د زده کړې  په مرسته د ټولنې له  ټولو شته ننګونو سره مبارزه وکړو.

د غوندې په پای کې د ښوونکو په ویاړ د افغانستان بانک د وړکتون کوچنیانو لخوا شعر ولوستل شو او ځینې نغدي ډالۍ چې د افغانستان بانک د عامل پلاوی لخوا د وړکتون ښوونکو لپاره په پام کې نیول شوی ؤ، ورکړل شو.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د دویم مرستیال سر بیره د افغانستان بانک د ځینو آمریتونو آمرینو هم ګډون کړی وو.