د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د امریکا متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیایې ادارې له استازو سره وکتل

د ۱۳۹۷ کال د تلې ۱۷ مه ـ د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایې ادارې یا (USAID) له استازو او د امریکا متحده ایالتونو د پرمختیایې ادارې (DAI) له چارواکو سره د لویو پروژو د پانګې اچونې لپاره د لارو چارو په برابرولو خبرې وکړې.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر وویل چې د لویو پروژو د لاره اچولو لپاره بانکي سکتور په ځانګړي توګه د افغانستان بانک هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او هڅه کوي چې د بیارغونې لپاره لاهم لارې چارې برابرې شي.

ښاغلي نوشیر زیاته کړه چې د افغانستان بانک د پانګې اچونې په موخه هڅې کوي چې له بانکي سیستم څخه په پور اخیستنه کې د آسانتیاوو ترڅنګ په بانکي سکتور کې د پرمختګونو لپاره لاره هواره شي چې پانګه وال په ډاډه توګه پانګه اچونه وکړي.

دیادونې وړ ده چې په دې غونډه کې پریکړه وشوه چې د لویو پروژو د پلي کولو لپاره به د افغانستان بانک او د امریکا متحده ایالتونو د نړیوالو پراختیایې ادارې ترمنځ په راتلونکې دې ته ورته غونډې ترسره شي.