د افغانستان بانک له خوا په کاردان پوهنتون کې ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

د ۱۳۹۷ کال د تلې د میاشت ۱۸ مه - د افغانستان بانک د ریاست د دفتر عمومي آمریت په نوښت او د افغانستان بانک د پولي سیاست او د مالي چارو د څارنې د لویو آمریتونو په تخنیکي همکارۍ په کاردان پوهنتون کې د اقتصاد محصلینو لپاره ښوونیز ورکشاپ په لاره واچول شو.

د دې ورکشاپ موخه د افغانستان بانک د موخو، دندو او پالیسیو په اړه د کاردان پوهنتون د اقتصاد محصلینو ته معلومات وړاندې کول وو.

دا ورکشاپ د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمریت د مرستیال ښاغلي شفیق الله بارز محصلینو ته د ښه راغلاست په ویلو سره پیل شو چې په ترڅ کې ښاغلي بارز وویل چې د دې پروګرامونو موخه له محصلینو سره د معلوماتو شریکول وو چې ښه والی دا دی چې هغه څه چې محصلینو په تیوري توګه ترلاسه کړي له عملي بڼې سره یې آشنا کېږي. د همدي لپاره د افغانستان بانک هغه دوه کلیدي آمریتونه چې د پولي سیاست طرح کول او بل یې د مالي نظام او سوداګریزو بانکونو څخه د څارنې دندې پرغاړه لري ټاکل شوي، څو محصلینو ته معلومات وړاندې کړي.

په همدې حال کې د پولي سیاست او د مالي چارو د څارنې لویو آمریتونو پر خپلو کړنو او فعالیتونو رڼا واچوله چې د محصلینو له خوا په ډیره علاقمندۍ او لیوالتیا سره واوریدل شو.

د افغانستان بانک د پولي سیاست آمریت د مرستیال ښاغلي خالد معراج له خوا د پولي سیاست طرح کول، ترلاس لاندې نیول او اجرا کول او همدا راز د نرخونو د ثبات په اړه توضیحات وړاندې شول. د مالي چارو د څارنې لوی آمریت مرستیال ښاغلي سید محسن سادات هم د دې آمریت پر کړنو، له مالي نظام او سوداګریزو بانکونو څخه په څارنې رڼا واچوله او محصلینو ته یې وښودل چې د افغانستان بانک په چوکاټ کې دغه آمریت کومې دندې پرمخ بیایې. په وروستۍ برخه کې محصلینو ته وخت ورکړل شو، څو خپلې پوښتنې مطرح کړي.

په پاې کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر د عمومي آمریت له خوا هغه تصدیق پاڼې چې د ګډون والو محلصینو لپاره برابرې شوې وې، ووېشل شوې. د یادونې وړ ده چې د ښوونیزو ورکشاپونو لومړۍ او دویمه لړۍ د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې د محصلینو او خبریالانو لپاره وړاندې شول او په دریم پړاو کې د کاردان پوهنتون ۴۰ تنو ګډون والو ته معلومات ورکړل شول چې دا لړۍ لاهم دوام لري.