د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت لوی آمریت له خوا د سوداګریزو بانکونو استازو ته د عامه پوهاوۍ ورکشاپ جوړ شو

د ۱۳۹۷ کال د تلې ۲۲ مه – د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت آمریت له خوا د عامه پوهاوي د تېرو ورکشاپونو په درشل کې نن د سوداګزیزو بانکونو استازو ته د مالي ملاتړ ته د لاسرسۍ د آسانتیا په موخه د عامه پوهاوي ورکشاپ ترسره شو.

د دې ورکشاپ موخه د عامه اعتباراتو د کړنو او فعالیتونو په اړه رڼا اچول، مالي ملاتړ ته د لاسرسۍ آسانتیا، د اقتصادي پرمختګونو لپاره لارې چارې برابرول او مالي نظام پراختیا وو.

د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت آمر ډاکټر سید عزیزالله سادات وویل چې د اقتصادي ودې او مالي سیستم کې د روڼوالي په موخه هڅه کوي چې د مالي راکړو او ورکړو په اړه د سوداګرو معلومات ثبت او د اړتیا په صورت کې یې له مالي مؤسساتو او مالي ادارو او بانکونو سره شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې په غونډه کې د بانکونو د ټولنې د مشر نجیب الله امیري ترڅنګ د سوداګریزو بانکونو ګڼ شمېر استازو هم ونډه اخیستې وه چې د خپلو پوښتنو او ستونزو په شریکولو سره یې د عامه اعتباراتو د ثبت د لوي آمریت د چارواکو له خوا خپل ځوابونه ترلاسه کړل.

د عامه اعتباراتو د ثبت د لوي آمریت د عامه پوهاوي پروګرامونه د نړیوال بانک په مالي او د ثبت اعتبارات عامه په تخنیکي ملاتړ په لاره اچول کېږي.