د سویلي آسیا هېوادونو د مرکزي بانکونو اووه دېرشمه غونډه

د سویلي آسیا هېوادونو د مرکزي بانکونو د مشرانو اووه دېرشمه(37) غونډه د روان زېږدېزکال د اکتوبر د میاشتې په12 نېټه د افغانستان بانک په ریاست د اندونيزیا هېواد په بالي ښارکې ترسره شوه.

 په یاده غونډه کې د ټولو غړیو هېوادونو د مرکزي بانکونو مشرانو، مرستیالانو او استازو ګډون کړې وو.

غونډه د افغانستان بانک د مشر ښاغلي خلیل صدیق د ښه راغلاست په وینا پیل شوه.

د افغانستان بانک د ټولو رئیس په دې غونډه کې د یادو هېوادونو ترمنځ د مالي وړتیا لوړونې، مالي شمولیت، د سوداګریز بانکونو څار، د مالي راکړو او ورکړو آسانه کول، اقتصادي څیړنتیا او په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو تر بحث وروسته له ټولو  غړو هېوادونو یې غوښتنه وکړه چې په یادو برخو کې یو له بل سره تجربې شریکې کړي، تر څو ټول هېوادونه  ترې ګټه پورته کړي.

همدا راز د افغانستان بانک د ټولو رئیس د هندوستان له مرکزي بانک څخه هم مننه وکړه چې د افغانستان بانک د کارکوونکو په وړتیا لوړونې کې مرسته کړې ده.

په همدې ډول په پای کې ټولو ګډون والو د افغانستان بانک ریاست وستایه او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک هلې ځلې مهمې وبللې او د راتلونکي کال لپاره د یادو غونډو د ریاست لړۍ یي بوتان هېواد ته وسپارله.

د یادونې وړ ده چې په غونډه کې د افغانستان بانک مشر ښاغلي خلیل صدیق سربیره د افغانستان بانک د پولي سیاست د لوی آمریت آمر او د سارک همغږي کوونکي ښاغلي نایب خان جمال هم ګډون درلود.