د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي په کابل کې د امریکا سفارت له استازو سره وکتل

د ۱۳۹۷ کال د تلې د میاشتې ۲۴ مه – د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي په کابل کې د امریکا سفارت د مرستیالې په ګډون د امریکا سفارت له اقتصادي ټیم سره د اقتصادي ودې او بانکدارۍ د وضعیت په اړه د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې غونډه وکړه.

 د افغانستان بانک لومړي مرستیال او سر پرست رئیس ښاغلي واحدالله نوشیر په هېواد کې د افغانستان بانک او بانکي نظام د یوې نیمې لسیزې لاسته راوړنو او کړنو ته په اشارې سره وویل چې د افغانستان بانک د روڼوالي او اقتصادي ودې په موخه هڅه کوي چې ټولو بانکونو چارې وڅاري او د مالي نظام د پرمختګ لپاره لارې چارې هوارې شي.

په کابل کې د امریکا سفارت استازو هم له د افغانستان بانک سره د دوه اړخیزو همکاریو لپاره چمتوالی وښود او  د افغانستان د اقتصادي او مالي نظام د لا پرمختګ لپاره یې پر کړو ژمنو ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر په ګډون، په کابل کې د امریکا سفارت استازو، د افغانستان بانک د یوشمېر لویو آمریتونو آمرینو او مالي چارو څخه د څارنې  آمریت مرستیال ګډون کړی وو.