د افغانستان بانک د تدارکاتو د آمریت د مرستیال شهید عطاالله ننګ فاتحه واخیستل شوه

 

د افغانستان بانک د تدارکاتو دآمریت مرستیال شهيد عطا الله ننګ فاتحه نن ورځ د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي په ګډون د ګڼ شمېر کارمندانو له خوا واخيستل شوه.

خدای بښلی عطا الله ننګ په ۱۳۶۳ هجري لمریز کال کې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې دنیا ته سترګې غړولې وې او له اتو کالو راهیسې د افغانستان بانک په بېلا بېلو ډیپارتمنونو کې دنده ترسره کړې وه چې وروستۍ دنده یې د افغانستان بانک د تدارکاتو د آمریت مرستیال وو.

ښاغلي شهید عطاالله ننګ په اقتصادي برخه کې د ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې درلودې او د افغانستان بانک له ټولو کارمندانو سره د ښې رویې او سلوک په اړه له ښه شهرت څخه برخمن وو.

شهید عطاالله ننګ د شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د رایې ورکونې له مرکز څخه د کور په لور روان وو چې د سړک د غاړې ماین پرې وچاودید او په ترڅ کې یې د ننګ په ګډون دوه تنه انډیوالان شهیدان او دوه تنه نور یي ټپيان کړل.

د نوموړي شهید د فاتحې په مراسمو کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال او سرپرست ښاغلي واحدالله نوشیر، دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي او د افغانستان بانک د بېلا بېلو آمرینو سربېره ګڼ شمېر کارمندانو ګډون کړی وو او د شهيد له کورنۍ سره يې خپل درد شريک او د عطاالله ننګ روح ته یې دعا وکړه.