د افغانستان بانک پلاوي، د نړیوال بانک او د پيسو نړیوال صندوق کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان بانک د پلاوي په ګډون د روان زیږدېز کال د اکتوبر د میاشتې له اتمې تر دولسمې نیټې د اندونیزیا هېواد په بالي ښار کې د نړیوال بانک او د پيسو نړیوال صندوق کلنۍ غونډه ترسره شوه.

په دې پینځه ورځنۍ غونډه کې د ټولې نړۍ څخه د مرکزي بانکونو مشرانو، مالیې وزارتونو استازو، علمي شخصیتونو، رسنیزو استازو او د خصوصي سکتور ګڼ شمېر غړو ګډون کړی وو.

غونډه د پيسو نړیوال صندوق د مشرې اغلې کریسټین لاګارډ له خوا پيل او په نړیوالو مهمو موضوعاتو لکه (نړیوال اقتصادي لیدلوری، مالي ثبات، بېوزلۍ، اوزګارتیا، اقتصادي ودې، چاپیریال ساتنې او د نړیوالو مرستو پر اغیز) بحث ترسره شو.

د پیسو نړیوال صندوق مشرې د رسنیز کنفرانس له لارې نړیوال اقتصادي حالت په اړه څیړنيز راپور وړاندې کړ چې د راپور له مخې د نړۍ اقتصادي وده راتلونکي کال (2019) لپاره 2.7 سلنه اټکل شوې او نوموړې زیاته کړه چې نړۍ به په راتلونکي کال کې باثباته اقتصادي وده ولري.

د افغانستان بانک پلاوي مشر او د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د پيسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون ترڅنګ د یادې غونډې په درشل کې د سارک هېوادونو د مرکزي بانکونو مشرانو او د امریکا متحده ایالاتونو د خزانې له استازو سره وکتل.

د یادونې وړ ده چې په غونډه کې د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق سربېره د پولي سیاست لوی آمر ښاغلي نایب خان جمال او د مالي چارو څخه د څارنې لوی آمر ښاغلي سلیم صلاح، د افغانستان بانک د پلاوي ملتیا کوله.