پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د اسلامي بانکدارۍ د متخصصینو مشورتي غونډه
کابل، ۱۳۹۴ د وږي ۲۲ نېټه: د اسلامي بانکدارۍ د متخصصینو مشورتي غونډه چې د حرکت مؤسسې په مرسته په پلازمینه کابل کې جوړه شوې وه، په کې د افغانستان بانک د لوړ پوړي پلاوي سربېره د افغانستان د بانکونو د ټولنې لوی رئیس، د حرکت مؤسسې رئیس، د افغانستان بانک د شرعي څارنې د بورډ مشر او غړو، د اسلامي بانکدارۍ استازو، د سوداګریزو بانکونو د شرعي بورډ غړو او د اماني مشورتي شرکت کارکوونکو ګډون کړی ؤ.
په دغه غونډه کې د افغانستان بانک لومړی مرستیال او سرپرست ښاغلي خان افضل هډه وال د خپلو خبرو په ترڅ کې د اسلامي بانکدارۍ د خدمتونو په اړه وویل د اسلامی بانکدارۍ د خدمتونو وړاندې کول زموږ اوسنۍ اړتیا ده او په دې ډول خدمتونو سره د اقتصادي ودې د لوړیدو ترڅنګ ډاډمنو مالي منابعو ته د لاسرسۍ امکانات زیاتیږي. د افغانستان بانک سرپرست همدا ډول زیاته کړه چې د اسلامي بانکدارۍ د قانون کار بشپړ شوی او هیله لرو چې په نږدې راتلونکي کې ملي شورا هغه تصویب کړي څو د اسلامي بانکدارۍ د لا ښه خدمتونو د وړاندي کولو زمینه برابره شي.
د دغه غوندې د جوړیدو موخه په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ د 23 مسودو، مقررو، محصولاتو او شرعي پارامیترونو په اړه بحث او مشوره وه. د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ برخې ۴۶ موارده مسودې، مقررې، محصولات، شرعي پارامیترونه، لارښودنې او په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ اړوند منولونه ترتیب کړي دي او تمه کیږي چي ډېر ژر به د افغانستان بانک د عالي شورا او د څارنې د شرعي بورډ لخوا تصویب شي. له دغو ۴۶ مواردو څخه ۲۳ موارده هغه موضوعات دي چې په هېواد کې اسلامي بانکونه او د سوداګریزو بانکونو د اسلامي بانکدارۍ برخې اړ دي چې خپل ټول فعالیتونه او د اسلامي بانکدارۍ خدمتونه د دې مقررو په اډانه کې ترسره کړي. د یادوني وړ ده چې د افغانستان بانک د شرعي څارني بورډ د فبروري او مارچ په ناستو کې له ۴۶ مواردو څخه ۲۷ موارده تر بحث لاندې نیولي او ټاکل شوې ده چې پاتې ۱۹ موارد به د روان کال د اپریل د ۱۲ او ۱۳ نېټې په ناسته کې تر بحث لاندې ونیسي. د افغانستان بانک د بانکونو د نظرونو او وړاندیزونو په پام کې نیولو سره دغه ۴۶ موارد د هېواد رسمي ژبو ته له ژباړې وروسته تصویبوي او د اجراء د مرحلې لاندې یې نیسي. د دې 46 مواردو مقررو، محصولاتو، شرعي پارامترونو، لارښودونو او منولونو په تصویبیدو سره به د اسلامي بانکدارۍ د خدمتونو د وړاندې کولو لکه د مشتریانو د اماناتو د قبلولو، د پانګونې او سوداګرۍ په موخه د پورونه د برابرولو او د صادراتو او وارداتو د اسانتیا لپاره د محصولاتو او د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو، د کور د پورونو او د داسې نورو پورونو زمینې برابرې شي.