د افغان ملي بانک او د افغانستان د ملي متشبثینو د بورډ ترمنځ د همکارۍ د هوکړه لیک لاسلیکول

افغان ملي بانک د ۱۳۹۴ کال د وري په ۲۳ نېټه د یکشنبې په ورځ د سمونونو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي ښاغلي احمد ضیا مسعود، د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي خان افضل هډه وال او د مالیې وزارت، د سوداګرۍ د خونې او د ملي متثبثینو د استازو په ګډون د ملي متشبثینو له بورډ سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دې هوکړه لیک پر بنسټ ملي متثبثین کولای شي له افغان ملي بانک څخه په اسانه او شفافو شرایطو سره لنډ مهاله او اوږد مهاله پورونه ترلاسه کړي چې بې له شکه د دې پورونو په کارولو سره به د متشبثینو لخوا لسګونو تنو هېوادوالو ته د اغیزناکه کار موندنې ترڅنګ د پانګونې زمینه برابره شي او په ټولیزه توګه د هېواد اقتصادي وده به له ځانه سره لري.

د غونډې په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي خان افضل هډه وال د خپلو خبرو په ترڅ کې د هېواد د بانکي نظام په پیاوړتیا باندې د ټینګار ترڅنګ وویل چې دم ګړی د افغانستان د بانکوالۍ نظام په بشپړه توګه د اعتماد وړ دی او په دې سکتور کې خدمتونه له نړیوالو معیارونو سره سم وړاندې کیږي او هیڅ ډول اندېښنه په دې اړه چې د کابل بانک په شان بل کړکیچ به د هېواد په بانکي نظام کې تکرار شي، شتون نه لري.

ښاغلي هډه وال زیاته کړه اوس مهال د افغانستان د بانکي نظام شتمنۍ شاوخوا ۲۴۴ ملیارده افغانۍ ته رسیږي چې  د خصوصي سکتور او ملي متشبثینو لخوا له دې شمېرې څخه په ګټې اخیستنې سره کولای شو په اقتصادي برخو کې د پام وړ ودې شاهدان ووسو. 

په همدې ترتیب د سمونونو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي احمد ضیا مسعود په دې برخه کې وویل چې د کابینې له بشپړیدو وروسته به د حکومت لومړنۍ اقدام د اقتصادي بېخبنسټونو په جوړیدو باندې وي او په هېواد کې به نوی اقتصادي فصل پرانیستل شي.

د غونډې په پای کې د افغان ملي بانک سرپرست ښاغلي احمد خسرو ضیأ د دې هوکړه لیک د لاسلیکونو پر مهال وویل چې په دې هوکړه لیک کې د متشبثینو او خصوصي سکتور لپاره له یو کال څخه تر دریو کلونو پورې پورونه په پام کې نیول شوي دي او د بازار د اوسنۍ ټکټانې په پرتله ۵ سلنه کموالی لري او په میاشتني ډول ترلاسه کیږي.