د افغانستان بانک ته د ملي شتمنیو په توګه د اووه ډوله ارزښتناکه ډالیو سپارل

کابل، ۱۳۹۴ د وري ۲۴- هغه اووه ډوله بیه لرونکي توکي چې د کویټ او متحده اماراتو د هېوادونو د مشرانو لخوا د افغانستان د اسلامي دولت ولسمشر جلالتماب اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د مخکنیو سفرونو پر مهال ډالۍ شوي ؤ، د هېواد ملي ګټو ته د ژمنتیا او د دولت شتمنیو ته د ډالیو د سپارلو په لړ کې، د افغانستان بانک ته وسپارل شوې.

 د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي خان افضل هډه وال د دغو ډالیو د ترلاسه کولو پر مهال وویل: " ولسمشر د وطندوستۍ د احساس او د هېواد ملي ګټو ته د ژمنتیا او د دولت شتمنیو ته د ډالۍ د سپارلو په لړ کې دغه ارزښتناکه ډالۍ د ولس شتمني ګڼي او هغه د ارزښتناکه اثارو په توګه، د افغانستان بانک ته سپاري څو د ملي شتمنیو په توګه خوندي وساتل شي".

ښاغلي هډه وال همدا ډول زیاته کړه چې دا ډالۍ نه یوازې مادي ارزښت لري، بلکې معنوي ارزښتونه هم لري چې زمونږ د هېواد د تاریخې خزانې برخه ګڼل کیدای شي.

د جمهوري ریاست د چارو د ادارې، اداري او مالي رئیس ښاغلي اسدالله صالحي چې د افغانستان بانک ته یې د دغو ډالیو د سپارلو مسؤولیت په غاړه درلوده وویل:" د افغانستان د اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس ښاغلي محمد اشرف غني دغه ارزښتناکه ډالۍ د ولس شتمني ګڼي او هغه د ارزښتناکه اثارو په توګه په رسمي ډول د افغانستان بانک ته سپاري څو د ملي شتمنیو په توګه خوندي او وساتل شي".

د غونډې په پای کې د افغانستان د اسلامي دولت ولسمشر جلالتماب اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ورکړل شوې ډالۍ په ټولو جزئیاتو او ارزښتونو سره د ډله ییزو رسنیو او د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا د رالیږل شوي پلاوي په حضور کې د افغانستان بانک لویې خزاندارۍ ته وسپارل شوې.