د پیسو د نړیوال صندوق د پلاوي سره د افغانستان بانک پلاوي خبرې اترې

د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي خلیل صدیق تر ریاست لاندې د افغانستان بانک پلاوي د پیسو د نړیوال صندوق پلاوي سره د تلې د ۷ تر ۱۰ نیټې پورې د ازبکستان په تاشکند ښار کې ناسته درلوده او د اعتباري اسانتیاوو پروګرام (ECF) د څلورمې دورې د بشپړولو په اړه یې خبرې او نظرونه تبادله کړي دي.

په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغانستان د اقتصادي وضعیت او د اعتباري اسانتیاوو پروګرام د څلورمې دورې د بریالۍ بشپړتیا ترڅنګ د اقتصادي بدلونونو په ځانګړي توګه د متمرکزو مقداري موخو تطبیق، د هېواد د لوی اقتصاد، مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا لپاره د تشکیلاتي سمونونو د موخو ارزول، د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او د لوی اقتصاد د شاخصو او متحولینو د وضعیت کتنه لکه د انفلاسیون نرخ، د اداینو بیلانس، اقتصادي او د اسعاري زیرمو ودې په اړه بحث ترسره کړ.

د افغانستان د اقتصادي وضعیت تر کتلو وروسته د پیسو د نړیوال صندوق پلاوي د اعتباري اسانتیاوو پروګرام د څلورمې دورې د بریالۍ بشپړتیا په هکله د افغانستان کړنې وستایلې.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د پلاوي ترڅنګ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مالیې وزارت پلاوي او د پیسو د نړیوال صندوق د افغانستان چارو مسؤل کرستوف دینوالد له خپل مل پلاوي سره ګډون کړی وو.