د افغانستان بانک ترانسپورټي سیستم کمپیوټري شو

د ۱۳۹۷ کال د لړم میاشتې ۷ مه - د افغانستان بانک د خدماتو لوی آمریت د چارو د پرمختګ او ښې همغږۍ په موخه د ټکنالوژي د لوی آمریت په همکارۍ سره د ترانسپورټ سیستم کمپیوټري کړ.

اوسمهال پرته له دې چې یو کار مند د موټر د ترلاسه کولو لپاره غوښتن پاڼه ولیکي، یوازې د کمپیوټر له لارې کولای شي دغه غوښتنه ترسره او د اړتیا پرمهال خدماتو لوی آمریت ورته موټر چمتو او ځانګړي ځای ته یې ولېږدوي.

د خدماتو لوی آمریت آمر ښاغلي رضوان الله مسکین د ترانسپورټي نوي سیستم په اړه د توضیحاتو  ترڅنګ وویل چې د نوي سیستم په وسیله هم د وخت له بې ځایه لګیدو څخه مخنیوي کېږي او هم په کارونو کې چټکوالی رامنځته کېږي، څو د افغانستان بانک کړنو کې ځنډ رامنځته نشي.

ښاغلي مسکین زیاته کړه چې په دې سیستم سره د لیږدونکي کس لپاره موټر، نمبر پلیټ او آن چلوونکی یې څرګندیږي چې ځانګړی کس به، ځانګړی موټر، ټاکل شوې ادارې او ځای ته لیږدوي او د بېرته راتګ لپاره به یې هم چمتوالی لري چې بیرته یې په خپل وخت سره مشخص ځای ته ولېږدوي.