د کابل ولایت په څلورو ښوونځیو کې د افغانۍ د کارولو په اړه د عامه پوهاوۍ پروګرامونه وړاندې شول

د افغانستان بانک د افغانۍ د کارولو او ښه ساتلو بهیر په دوام کې دا ځل د کابل ولایت د ختیځې سیمې څلورو ښوونځیو کې د افغانۍ د ترویج د پیغام رسونې په موخه د عامه پوهاوۍ پروګرامونه په لاره واچول.

 د افغانستان بانک د ریاست د دفتر د لوی آمریت د عامه پوهاوۍ مدیر د صلح، پلچرخي، استاد قیام الدین خادم او نسوان پلچرخې لیسې څخه د افغانیو ترویج د پيغام رسونې او همدا شان د زده کوونکو د تشویق په موخه لیدنه وکړه، په یاده لیدنه کې زده کوونکو ته د افغاني د بانکنوټونو، د افغانۍ د دودولو ګټې او همدا شان د ملي ارزښتونو په باره کې معلومات وړاندې کړل.

دغه راز له دې ښوونځیو څخه د لیدنې پرمهال د افغانیو د ترویج په پیغامونو ښکلې شوې د ښوونځیو بکسې، د کوچنیانو لپاره معلوماتي کتابونه، کتابچې، د هېواد نقشې، ضرب زبانی، د کوچنیانو رسالې، خط کشونه، قلمونه او د ښوونځیو استادانو ته د چای پیالې وویشل شوې.