د کابل ښار په ځینو ښوونځیو کې د افغانۍ د کارولو په اړه د عامه پوهاوۍ پروګرامونه په لاره واچول شو

د ۱۳۹۷ کال د  لړم ۱۴ – د افغانستان بانک په راکړه او ورکړه کې د افغانۍ د کارولو د هرهنګ د دودولو او د هغه د ‎ښه ساتلو په دوام کې دا ځل د کابل ښار په ځینو ښوونځیو کې د عامه پوهاوۍ پروګرامونه په لاره واچول.

د افغانستان بانک کارکوونکو د دې پروګرام په ترڅ کې د عبدالاحمد جاوید او آریانا په لیسوکې د ملي پیسو، د افغانۍ د ارزښت کارولو او په داخلي معاملو کې د اسعارو د کارولو د زیانونو او د افغانۍ د ساتلو څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دا د هر هېوادوال ملي دنده ده چې په ورځنیو راکړو ورکړو کې افغانۍ څخه چې د افغانانو د ملي هویت نښه دی، کار واخلي.

د  دې پروګرام د جوړیدو په ترڅ کې د زده کوونو د هڅوونې په موخه د افغانیو د ترویج په پیغامونو ښکلې شوې د ښوونځیو بکسې، د کوچنیانو لپاره معلوماتي کتابونه، کتابچې، د هېواد نقشې، ضرب زباني، د کوچنیانو رسالې، خط کشونه، قلمونه او د ښوونځیو استادانو ته د چای پیالې وویشل شوې.

د یادونې  وړ ده چې د  افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمریت په ختیځ، سویل ختیځ، سویل لویدیځ او لویدیځ زونونو کې د افغانۍ د دودولو پیغام لرونکي چاپي او هڅوونکي موادو د ویشلو لړۍ په پام کې نیولې ده چې دا بهیر به په راتلونکې ورځو کې په یادو زونونو کې په لاره اچول کیږي.