پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
په د افغانستان بانک کې د مالي خدمتونو د پراختیا د کمیټې دویمه مشورتي غونډه ترسره شوه
کابل، ۱۳۹۷ د لړم ۱۵مه ـ د افغانستان بانک د لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق په مشرۍ د دولتي او غیر دولتي ادارو په ګډون د افغانستان بانک د کنفرانسونو په تالار کې د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي کمیټې دویمه مشورتي غونډه جوړه شوه.
د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د افتتاحیه ویناوو په ترڅ کې په هېواد کې د بې وزلۍ لوړه کچه او کمه اقتصادي وده د افغانستان دولت پر وړاندې ستره ننګونه وګڼله او زیاته یې کړه چې د دې وضعیت د ښه والي لپاره په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د اغیزناکه پالیسیو او پروګرامونو جوړیدو ته اړتیا ده.
همدا ډول د افغانستان بانک لوی رئیس زیاته کړه چې د افغانستان بانک د یوې خپلواکې ادارې په توګه، تل د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کې هڅه کړې او د افغانستان بانک د تیرو اولس کلونو په اوږدو کې د مالي سکتور د پراختیا او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسۍ د زیاتوالي په برخه کې بنسټیز ګامونه پورته کړي دي، خو سره له دې هم یو شمېر ننګونې شته دي چې مالي خدمتونو ته د خلکو د زیاتې لاسرسۍ پر وړاندې یې خنډ جوړ کړی دی. د دې ننګونو له ډلې څخه له نا امنۍ سر بېره کولای شو د عاید له کموالي، د مالي پوهې د کچې له ټیتوالي، په ټولنه کې د واکمنو سنتونو، مذهبي باورونو، غیر رسمي اقتصاد، د مالیې له ورکړې تیښته، د مالي خدمتونو د کارولو لوړ لګښت او په مالي سکتور باندې د خلکو د باور له کموالي څخه یادونه وکړو چې د مالي خدمتونو په پراختیا باندې اغیز لري.
ښاغلي خلیل صدیق زیاته کړه، د دې لپاره چې په دې برخه کې بنسټیز کار ترسره شي، د افغانستان بانک دوه کاله مخکې د عمل نوښت او د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي ستراتیژۍ د تدوین او پلي کیدو د بهیر رهبري په غاړه واخیسته. د دې مودې په اوږدو کې ترسره شوي کارونه د کاري ګروپ او ملي کمیټې جوړول، د عرضې په برخه کې د سروېګانو ترسره کول، د مالي سکتور په بېلابېلو برخو کې د تشیخصه مطالعاتو ترسره کول او د ستراتیژۍ په مصوبې باندې د کار پیلیدل رانغاړي.
په پای کې ښاغلي صدیق زیاته کړه، تمه کېږي چې د یادې ستراتیژۍ د پلي کولو پړاو د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړۍ ربعه کې پیل شي. باید یادونه وکړم چې په بریالیتوب سره د مالي خدمتونو د پراختیا د ستراتیژۍ پلي کول ګډې هڅې، همغږۍ او په دې پروسه کې د ذیدخلو ادارو د پالیسۍ اقداماتو ته اړتیا لري.
ورپسې د مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمر ښاغلي میر احمد شکیب د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي ستراتیژۍ د جوړولو په برخه کې د دې ادارې د پرمختګونو په اړه لنډ راپور وړاندې کړ او د کمیټې غړو په خپل نوبت سره د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي تعریف په مسودې، د مالي خدمتونو د پراختیا د ستراتیژۍ په لید لوري او موخو باندې مشورې او نظرونه تبادله کړل.
تمه کیږي چې ډېر ژر به د مالي خدمتونو د پراختیا د ستراتیژۍ په مصوبه کې د ستراتیژۍ د تعریف، لید لوري او موخو په اړه د کمیټې د غړو نظرونه ځای پر ځای شي او له جوړیدو وروسته به یاده ستراتیژي د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړیو کې پلي شي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق سربېره، د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر، دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي او د دولتي او نا دولتي ادارو یو شمېر استازو ګډون کړی وو.