په د افغانستان بانک کې د مالي سکتور د مستهلکینو د حقونو د تأمینولو لومړني مقدماتي غونډه جوړه شوه

کابل، ۱۳۹۷د لړم ۱۶ـ د افغانستان بانک د لومړي مرسیتال ښاغلي واحدالله نوشیر په مشرۍ او د دولتي او خصوصي بانکونو د رئیسانو او لوړ پوړو چارو په ګډون د افغانستان بانک په تالار کې د مالي سکتور د مستهلکینو د حقونو د تأمینولو لومړنۍ مقدماتي غونډه جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې د افغانستان بانک لومړي مرسیتال ښاغلي واحدالله نوشیر زیاته کړه چې د مالي سکتور د مستهلکینو د حقونو تأمینول، د مالي خدمتونو د پراختیا او په مالي سکتور باندې د خلکو د باور د زیاتولو په موخه یو مهمه موضوع ده. د افغانستان بانک ژمن دی څو په مالي سکتور کې د مستهلکینو حقونه تأمین او له دې لارې د مالي سکتور باور له پخوا څه ډېر پیاوړی کړي.

ورپسې د مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمر ښاغلي میر احمد شکیب په دې برخه کې د ترسره شویو کارونو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ په مالي سکتور کې د مستهلکینو د حقونو په بنسټیزو اصولو چې د مالي محصولاتو او خدمتونو د کارونې ګټې، خطرونه، شرایط او لګښتونه او د مالي خدمتونو په برخه کې روڼتیا، مستهلکینو سره مناسب چلند او په سوداګرۍ کې د عادلانه اړیکو تأمینول او د مستهلکینو شکایتونو ته د رسیدګۍ داخلي او بهرنی میکانیزم رانغاړي، خبرې وکړې.

وروسته د سوداګریزو بانکونو رئیسانو د موضوع په اړه نظرونه سره شریک کړل او د مستهلکینو د حقونو د تأمینولو په موخه یې د خپلو پالیسو او کړنلارو له لارې معلومات وړاندې کړل.

په پای کې د افغانستان بانک په هېواد کې له ټولو بانکونو څخه وغوښتل څو د مستهلکینو د حقونو د تأمینولو د ځانکړې داخلي پالیسۍ په پرمختیا باندې کار وکړي او په دې برخه کې خپل کارکوونکي ورزوي څو په مالي سکتور کې د مستهلکینو د حقونو تأمینولو ته په جدي توګه ژمن شي.