د افغانستان بانک په ګردیزښار کې د افغانۍ د دودولو په اړه د عامه پوهاوۍ پروګرام جوړ کړ

 د افغانستان بانک د افغانۍ د دودولو او ښه ساتلو په برخه کې د خپلو هڅو په  دوام کې دا ځل د ګردیز ښار په ځينو ښوونځیو کې د افغانۍ د  دودولو د پیغام رسونې په موخه د عامه پوهاوۍ پروګرامونه په لاره واچول.

د افغانستان بانک ټاکل شوې پلاوی د ښوونځیو د لیدو پر مهال د افغانۍ د کارولو په ارزښت،  د اسعارو د کارولو په زیانونو او د افغانۍ د ساتلو په څرنګوالي خبرې وکړې او د زده کوونکو د هڅولو په موخه ورباندې یې دافغانستان بانک لخوا  یو شمیر چاپ شوې توکي وویشل.

په دې تبلیغاتې او هڅوونکي موادو کې د افغانیو د  دودیدو پر پیغامونو جوړې شوې د ښوونځیو بکسې، کوچنیانو لپاره معلوماتي کتابونه، کتابچې، د هېواد نقشې، ضرب زباني، د کوچنیانو رسالې، خط کشونه او قلمونه شامل دي. د یادونې  وړ ده چې د  افغانستان بانک د افغانۍ د دودولو بهیر او د پیغام لرونکو چاپي او هڅوونکو موادو د ویشلو لړۍ په مرکزي، ختیځ، سویل لویدیځ او لودیځ  زونونو کې  هم په پام کې لري.