د افغانستان بانک دحقوقي سلاکار د سوداګریزو بانکونو له سلاکارانو سره دویمه غونډه جوړه شوه

کابل، 1397 د لړم 22 - د افغانستان بانک حقوقي سلاکار د دویمې غونډې په  دوام کې د سوداګریزو بانکونو له حقوقي سلاکارانو سره د بانکي تضمین او د منقولو او غیر منقولو اموالو د بیع جایزي په برخه کې د  شته ستونزو  په اړه خبرې اترې وکړې.

د افغانستان بانک حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالحمید سهاک په بانکي تضمین او په تیره غونډه کې د مطرح شوې ستونزو په اړه د خبرو ترڅنګ وویل چې د بانکي تضمین په اړه د سترې محکمې له لوړ پوړي پلاوي سره خبرې کړي دي چې سترې محکمې په مرکز او ولایتونو کې د سوداګریزو بانکونو د بانکي تضمین په اړه د لاآسانتیاوو په برخه کې ژمنې وکړې.

د افغانستان بانک حقوقي سلاکار د سوداګریزو بانکونو د استازو د ستونزو په آوریدو سره وویل چې د افغانستان بانک ژمن دی څو د بانکي تضمینونو او منقولو او غیر منقولو اموالو  د بیع جایزۍ موضوع د قانون په رڼا کې د  سترې محکمې او نورو اړوندو ادارو سره شریکه او د حل لپاره یې لارې چارې پیدا کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د حقوقي سلاکار او د سوداګریزو بانکونو د سلاکارانو په دویمه غونډه کې چې د افغانستان بانک په مرکزي ودانۍ کې جوړه شوې وه د بانکونو د ټولنې استازو هم ګډون کړی ؤ.