د افغانستان بانک دویم مرستیال د اوو زونونو له آمرینو سره غونډه وکړه

د ۱۳۹۷ کال د لړم ۳۰ مه – د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د افغانستان بانک د اوو زونونو آمرینو سره نوبتي غونډه وکړه.

په دې غونډه کې لومړی د اوو زونونو د آمرینو ستونزې او غوښتنې واوریدل شوې او د چارو د پرمختګ او ښې همغږۍ په موخه دافغانستان بانک د دویم مرستیال له خوا ورته لازمې لارښوونې وشوې.

ښاغلي محمد قسیم رحیمي زیاته کړه چې د افغانستان بانک د روابطو پرځای ضوابطو ته لومړیتوب ورکول، روڼوالی او د تشکیلاتي جوړښت د ښه تنظیم لپاره د استعداد لرونکو او په لوړو زده کړو د سمبال وګړو په دندو ګمارل دي او د همدې لپاره دافغانستان بانک د یوه ځواکمن مدیریت د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي چې د آزادو سیالیو او آزموینو له لارې ګمارنه ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د دویم مرستیال سربېره د اوو زونونو آمرینو او د بشري سرچینو لوی آمر ګډون کړی وو.