د افغانستان بانک په ختیځ زون کې د افغانۍ د دودولو په اړه د عامه پوهاوۍ پروګرام جوړ شو

د افغانستان بانک د افغانۍ د دودولو او ښه ساتلو بهیر په دوام کې دا ځل په ختیڅ زون کې د عامه پوهاوۍ پروګرام په لاره واچول .

د ختیځ زون آمر ښاغلي احمد زی توحید یار د دی پروګرام په ترڅ کې چې  دخیوې ولسوالۍد سید جمال الدین په لیسه کې په لاره اچول شوې وه د ا فغانۍ د کارولو اهمیت او په کورني معاملو کې د بهرنیو اسعارو د کارولو د زیانونو او د افغانۍ د ساتلو څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او وویل چې استادان د ټولنه مهمه برخه ده  او له هغوي نه غوښتنه وکړه چې د افغانې د دودولو په بهیر کې چې یوه ملی پروسه ده د افغانستان بانک سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د سید جمال الدین لیسې استادان او زده کوونکې ژمنه وکړه چې د  خپلې په ورځنیو راکړو ورکړو کې افغانۍ چې زمونږ د ټولو افغانانو د ملي هویت نښه دی، وکاروي.

د  دی پروګرام د لارې اچونې په ترڅ کې د زده کوونو دهڅوونې په موخه د افغانیو د ترویج په پیغامونو ښکلې شوې د ښوونځیو بکسې، د کوچنیانو لپاره معلوماتي کتابونه، کتابچې، د هېواد نقشې، ضرب زبانی، د کوچنیانو رسالې، خط کشونه، قلمونه وویشل شوې.