د کرنې په سکتور کې پور ته د لاسرسۍ د لا آسانولو لپاره هڅې

کابل، ۱۳۹۷ د لیندۍ ۷ – د افغانستان بانک د کرنې په سکتور کې پور ته د لاسرسۍ د لا اسانتیا په موخه د اړوندو دولتي او نا دولتي ادارو له مرستیالانو او رئیسانو سره په د افغانستان بانک کې کاري غونډه جوړه کړه.

په دې غونډه کې د کرنې په سکتور کې پور ته د لاسرسۍ د لا اسانتیا د عمل پلان په اړه چې د نړیوال بانک لخوا "د کرنیزو تشبثاتو د منشور" په څېړنه کې راغلی دی، د اړوندو ادارو سره بحث وشو.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر د پرانیستیزې وینا پرمهال وویل چې د افغانستان بانک د ګډو ادارو سره د اړوند عمل پلان په اتخاذولو سره هڅه کوي چې د دغو ادارو په همکارۍ دا پلان پلې کړي چې دا کار په خپل وار د کرنې سکتور چې د افغانستان په اقتصادي وده کې ستره ونډه لري، مرسته کوي.

همدا ډول د افغانستان بانک لومړي مرستیال وویل په پلان کې ده چې د یاد منشور پور ته د لاسرسۍ برخه د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي ستراتیژۍ په اډانه کې چې د هغه د جوړولو او تطبیقولو مسوولیت د نورو دولتي او نادولتي ادارو په ګډون د افغانستان بانک په غاړه دی، یوځای شي او له ۲۰۱۹ زیږدیز کال څخه یې تطبیق پیل شي.

د یادولو وړ ده چې په دې غونډه کې د کرنې په سکتور کې پور ته د لاسرسۍ د اسانتیا د عمل پلان په اړه چې په ۲۰۱۸ زیږدیز کال پیل او تر ۲۰۲۴ کاله پورې به تطبیق شی، د اړوندو ادارو له مسوولینو سره خبرې اترې او بحث وشو او ټولو اړوندو ادارو په یاد عمل پلان کې د درج شویو کړنو په اړه خپل نظرونه شریک کړل او د هغه د تطبیق لپاره یې خپل چمتو والی څرګند کړ.