پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د افغانستان بانک د اکاډمیکې ټولنې له څو تنو استادانو سره ګردی میز جوړ کړ
کابل، ۱۳۹۷ د لیندۍ ۱۰ – د افغانستان بانک د افغانۍ د مبادلې نرخ د ټیکاو په تړاو د اکاډمیکې ټولنې له څو تنو استادانو سره د خبرو اترو لپاره ګردی میز جوړ کړ. د دې ګردي میز موخه د نورو اسعارو په ځانګړي توګه د امریکايي ډالرو په وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ او د نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې اترې او د نظرونو تبادله کول ؤ.
د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د ګردي میز په پرانیستیزې ویناوو کې د افغانۍ د ټیکاو او د هغه د ارزښت ساتلو لپاره د افغانستان بانک د پروګرامونو په اړه نظر څرګند کړ او له ګډون کوونکو استادانو څخه یې وغوښتل چې د خپلو تجربو او علمي پوهاوۍ په شریکولو سره د افغانستان بانک سره د هر اړخیزو، ګټورو، اغېزناکو او د افغانستان د شرایطو په پام کې نیولو سره د پالیسۍ په طرحه کې مرسته وکړي.
د دې پروګرام په دوام کې د پولي سیاست لوی آمر ښاغلي نائب خان جمال د پولي سیاستونو په ګډون د بانک بنسټیزو دندو ته د اشارې ترڅنګ په لنډ مهاله، منځنمهاله او اوږد مهاله کې د افغانۍ د ټیکاو په برخه کې د پلان جوړونې په اړه معلومات وړاندې کړ او پر نورو اړوندو موضوعاتو باندې یې رڼا واچوله.
ورپسې د اقتصاد د څانګې ښاغلو استادانو د افغانستان بانک له چارواکو سره د اړوندې موضوع په اړه ګټوره نظرونه شریک او ورباندې یې بحث او نظرونه تبادله کړل چې د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي لخوا یې هرکلی وشو او د نیکو نظرونو یې ستاینه وشوه.
د یادولو وړ ده چې په دې ګردي میز کې د افغانستان بانک د لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق او لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر سربېره، له کابل پوهنتون څخه ډاکټر سیف الدین سیحون او ذبیح الله مدبر، له کاردان پوهنتون څخه ښاغلي ډاکټر خیبر خیشکي او احمد سینا سباوون، له ابن سینا پوهنتون څخه ښاغلي محمد امیر نوري او ډاکټر محمد توکلي، له کاتب پوهنتون څخه ښاغلي نجیب الله ارشد او محمد احسان عرفاني او د افغانستان بانک یو شمېر آمرینو او مرستیالانو هم ګډون کړی ؤ.