د افغانستان بانکدارۍ او مالي انسټیټیوت مدیره پلاوي غونډه

کابل، د 1397 کال د لیندۍ میاشت ۱۱ مه - د افغانستان بانکدارۍ او مالي انسټیټیوټ د مدیره پلاوي غونډه، د افغانستان بانک د لومړي مرستیال او د AIBF مدیره پلاوي مشر ښاغلي واحدالله نوشیر تر مشرۍ لاندې جوړه شوه. په غونډه کې  د AIBFانسټیټیوټ مشر لطف الحق نور پسرلي، لومړی د انسټیټیوټ د ترسره شویو کړنو او د لاسته راوړنو په اړه راپور وړاندې کړ.

په همدې حال کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال او د افغانستان بانکدارۍ او مالي انسټیټیوت مدیره پلاوي مشر ښاغلي واحدالله نوشیر د مالي او بانکدارۍ د پیاوړتیا او پرمختګ، د کړنو د ګړندیوالي او د وړتیا د لوړوالي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د غونډې په ترڅ کې ښاغلي لطف الحق نور پسرلي د انسټیټیوټ پر بودیجې، تشکیل، داخلي تفتیش، تعلیمي ستراتيژيک پلان او راتلونکې کال لپاره په تخمیني بودجې خبرې وکړې.

ښاغلي پسرلي زیاته کړه چې د انسټیټیوټ له ټولو کلنیو لګښتونو څخه یې کابو ۷۰ سلنه لګښتونه د انسټیټیوټ له خپلو عوایدو تمویلیږي، حال داچې تېرکال د دې لګښټونو ۵۸ سلنه یې د انسټیټیوټ بودجې څخه تمویلیدل.

اوس مهال د بانکدارۍ او مالي انسټیټیوټ اوه نړیوال لنډ مهالي او اوږد مهالي سرتیفیکیټونه لري چې د مالي وړتیا لوړونې او همدا راز د بانکدارۍ د پرمختګ لپاره خورا مهم دي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د ملي بانک مشر جاوید وفا او د انسټیټيوټ د مدیره پلاوي غړي ښاغلي بهرام برزین هم ګډون کړی وو.