پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د افغانستان بانک لومړي مرستیال د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې له غړو سره لیدنه وکړه
۱۳۹۷ کال، د لیندۍ په ۱۱ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د صرافانو د غوښتنو او همدا ډول د صرافانو له خوا د افغانستان بانک ته د راپور ورکونې د بهیر په اړه له صرافانو سره ولیدل.
د غونډې په ترڅ کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر، لومړی د صرافانو غوښتنې واوریدې او زیاته کړه چې د صرافانو د کړنو د تنظیم مقرره کې د صرافانو غوښتنې په پام کې نیول شوي، څو د صرافانو له کړنو څخه د تروریزم د تمویل او تورو پیسو د وینځلو په اړه ګټه پورته نشي.
ښاغلي نوشیر زیاته کړه چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې ټولې مالي معاملې باید له خوندیتوب څخه برخمنې وي او هیڅ ډول معامله هم د تورو پیسو د سپینولو لامل ونه ګرځي، ځکه صرافان او پولي خدمتونو وړاندې کوونکي د افغانستان مالي او پولي نظام د پیاوړتیا او پرمختګونو لپاره لارې چارې هواروي او د افغانستان بانک یې هم له قانوني کړنو څخه ملاتړ کوي.
په دې پروګرام کې د صرافانو د ټولنې استازو هم خپلې وړاندیزونه وړاندې کړل او هیله یې وکړه چې په شته مقرره کې ځینې تعدیلات رامنځته شي، څو صرافان هم په آسانه توګه خپلې مالي معاملې ترسره کړي.
د صرافانو مقرره، صرافانو ته د جواز ورکولو شرایط، د مالي شرکتونو جوړول، د صرافانو ثبتول او د صرافانو له خوا د مالي معاملاتو په اړه راپور ورکول رانغاړي او هر هغه مالي معامله چې له یو میلیون افغانیو څخه لوړه وي باید د پیسو د ترلاسه کولو سرچینې یې په ډاګه شي.