د میدان وردک ولایت په ښوونځیو کې د افغانۍ د ترویج په اړه عامه پوهاوۍ ترسره شو

کابل، د 1397 کال د لیندۍ میاشتې ۱۳ مه - د افغانستان بانک په پېر او پلور کې د افغانۍ د کارولو بهیر په دوام کې دا ځل د میدان وردک ولایت په دوو ښوونځیو کې د افغانۍ د ترویج د پیغام رسونې په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره واچول.

 د افغانستان بانک د میدان وردک د فامیلیو لیسې نارینه او ښځینه ښونځیو زده کوونکو ته د افغاني بانکنوټونو، د افغانۍ د دودولو ، کټې اخیستنې او همدا شان د ملي ارزښتونو په باره کې  چې یوه یې هم د افغانستان پولي واحد دی، معلومات وړاندې کړل.

دغه راز په دې ښوونځیو کې د افغانیو د کارولو په پیغامونو ښکلې شوې د ښوونځیو بکسې، د کوچنیانو لپاره معلوماتي کتابونه، کتابچې، د هېواد نقشې، ضرب زبانی، د کوچنیانو رسالې، خط کشونه، قلمونه او د ښوونځیو استادانو ته د چای پیالې وویشل شوې.

د دې ښوونځیو استادانو هم وویل چې په پير او پلور کې د افغانۍ کارول د ټولو افغانانو ملي وجیبه ده او ټینګار یې وکړ چې د زده کړې پر مهال به زده کوونکو ته د افغانۍ د کارونې او ساتنې په اړه معلومات وړاندې کړي. دیادونې وړ ده چې له افغانۍ څخه د ګټې اخیستنې په اړه ښوونیز پروګرام د کابل ولایت سربېره په ډيریو ولایتونو کې ترسره شو او لاهم دوام لري.