د افغانستان بانک په کاپیسا ولایت کې د افغانۍ د دودولو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام جوړ کړ

کابل، 1397 د لیندۍ 13 نیټه- د افغانستان بانک د افغانۍ د دودولو او ښه ساتلو په برخه کې د خپلو هڅو په  دوام کې دا ځل  کاپیسا ولایت د نجراب په ولسوالۍ د شهید عبدالمبین د نارینه په لیسه کې د عامه پوهاوۍ پروګرام په لاره واچول. 

د افغانستان بانک لیږل شوې پلاوې د دي لیسې  د لیدنې پر مهال په  راکړو او ورکړو کې د  افغانۍ د کاروول او د هغې د ساتنې په اړه معلومات ورکړل او له زده کوونکو څخه وغوښتل چې  دا پیغام د خپل نورو دوستانو او کورنیو سره شریک کړي.

د یادونې وړه ده چې د افغانستان بانک پلاوې لخوا په یاده لیسه کې د زده کوونو دهڅوونې په موخه د افغانیو د ترویج په پیغامونو ښکلې شوې د ښوونځیو بکسې، د کوچنیانو لپاره معلوماتي کتابونه، کتابچې، د هېواد نقشې، ضرب زبانی، د کوچنیانو رسالې، خط کشونه، قلمونه او د ښوونځیو استادانو ته د چای پیالې وویشل شوې.